د افغانستان د فوټبال د اتلانو څلورم پړاو لیګ پيلیږي

ارشیف؛ د افغانستان د فوټبال لیګ

د افغانستان د فوټبال د اتلانو څلورم پړاو لیګ پيلیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه لیګ د روانې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ په کندهار کې پیلیږي.

د فدراسیون په خبره، د فوټبال د اتلانو په دغه لیګ کې د افغانستان د څلورو زونونو نه ۱۲ لوبډلې چې له دې وړاندې یې د دې لیګ لپاره د لوبو کولو جوازونه ترلاسه کړي ګډون کوي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه لیګ چې د چهار شنبې په ورځ پیلیږي ۱۲ لوبډلې د یو بل په وړاندې ۴۸ لوبې کوي او ښايي په دوه اونیو کې ترسره شي.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ درې پړاوه له دې وړاندې په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې ترسره شوي وو.