د اوکراین چارواکي: واسیلکیف کې روسي ځواکونه توغندیز بریدونه کړي

د اوکراین یوه څنډه

د کیف په جنوب لوېدیځ کې د واسیلکیف ښارواله وايي، روسي ځواکونو پر دغه ښارګي توغندويي بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې د تېلو یو ترمینل اور اخېستی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ښاروالې نتالیا بالاسینووېچ وویل، دښمن غواړي چې د دوی هرڅه ویجاړ کړي.

په خواله رسنیو کې په خپرو شوېو عکسونو او ویډیوګانو کې د اور هغه لمبې لیدل کېږي چې د شپې په تیاره کې اسمان ته پورته کېږي.

همداراز اوکراین وايي، روسي پوځیانو د اوکراین په دوهم ستر ښار خارکیف کې د ګازو یو پایپ لاین په بمونو الوزولی دی.