هلمند کې څاه ته لوېدلې ماشوم مړ شو

د افغانستان په نقشه کې د هلمند ولایت

د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ د فرهاد سیمه کې یو ماشوم چې نن سهار یو ژورې څاه ته لویدلی و، مړ شوی.

د هلمند ولایت د اطلاعات او فرهنګ مرستیال مولوي محمد قاسم وایي: "دغه ماشوم نن سهار لس بجې کوهي ته لویدلې و او د لومړني معلومات له مخې ماشوم مړ شوی دی. د ماشوم د جسد د راکښلو هڅې روانې دي."

مولوي محمد قاسم وایي، دغه ماشوم چې ۳کاله عمر یې درلود څاه ته تر لوېدو وروسته اوبو ته رسېدلې دی.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي هم وایي، څاه ته لویدلي ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هلمند یوه اوسېدونکي رفیع الله وویل، سیمې ته د هلمند لپاره د طالبانو مرستیال والي هم رسېدلی او په وینا یې د ماشوم د جسد راکښلو هڅې یې پیل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې زابل کې هم یو ماشوم څاه ته لوېدلې و چې تر ډېرو هڅو وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د زابل تر پېښې وروسته په ټول هېواد کې خلکو ته خبر ورکړ چې د سر لوڅو څاګانو سرونه پټ کړي.