ځینې هېوادونه له سوېفټ سیسټمه د روسیې ځینې بانکونه باسي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

امریکا، بریتانیا، اروپايي اتحادیې او کاناډا پرون په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د سوېفټ له نړیوال سیستم څخه چې له لارې یې پیسې انتقالیږي، د روسیې یو شمېر بانکونه باسي.

دوی دا پرېکړه پر اوکراین د روسیې د حملې په غبرګون کې کړې ده.