د سوداګرۍ او پانګونې خونې یوه پلاوي کابل کې د ایران سفیر سره کتلي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي مشر یونس مومند

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د خونې یو پلاوي په کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي دي.

دې خونې تيره ورځ ناوخته په يوې خبرپاڼه کې ويلي، د خونې د مشر یونس مومند په مشرۍ افغان پلاوي په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان او مرستیال سره یې په ټرانزیټي بندرونو کې د صادراتو او وارداتو په وړاندې د پرتو ستونزو د حل غوښتنه کړې.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د ایران سفیر په اسلام قلعه، چابهار او يو شمېر نورو بندرونو کې د پانګونې او د پرتو ستونزو د حل برخه کې خونې ته ډاډ ورکړی دی.

دا ليدنه په داسې حال کې کېږي چې مخکې تردې هم افغان سوداګرو له ايران سره په بندرونو کې د لوړې تعرفې او يو شمېر نورو ستونزو له امله شکايت کړی و.