طالبان: ننګرهار کې یو قاچاقبر ۸ میله M۱۶ ټوپکو سره یوځای نیول شوی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د سپکو وسلو یو قاچاقبر یې له اته میله اېم ۱۶ امریکايي ټوپکو سره یوځای نیولی دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ازادي راډیو ته وویل، یوه مشکوک کس دا وسلې په یوه سراچه موټر کې ځای پرځای کړې وې او غوښتل یې چې پاکستان ته یې قاچاق کړي.

زابلي زیاته کړه: "د ننګرهار د امنیه قومانداني مجاهدینو د جلال اباد ښار په ثمرخېلو سیمه کې یو کس نیولی چې غوښتل یې اته میله اېم شپاړس وسلې پاکستان ته قاچاق کړي خو د مجاهدینو له خوا څخه کشف او ونیول شو."

پاکستان ته له دې مخکې هم له افغانستانه د اېم ۱۶ امریکايي ټوپکو د قاچاق په اړه راپورونه ورکړل شوي وو، خو طالبانو د دې وسلو په قاچاق کې د خپلو کسانو لاس لرل رد کړي دي.