د روسیې ولسي جرګه کې استازی میخاییل د اوکراین د جګړې د بندیدو غږ کوي

د روسیې ولسي جرګه کې د سمارا استازی میخاییل مات وییف 

د روسیې په پارلمان کې د کمونېست ګوند دوو غړو پرون شنبه (د کب ۷مه) د اوکراین د اشغال په مسئله کې د ولسمشر ولادیمیرپوتین د پرېکړې په اړه وېره څرګنده کړه.

په دوما یا ولسي جرګه کې د سمارا استازی 'میخاییل مات وییف' لومړنی روسی چارواکی دی چې اوکراین کې د جګړې د بندیدو لپاره غږ کوي.

همدا راز د کمونیست ګوند غړي اولېګ سمولین پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې ولیکل، دی په دې کې شک لري چې په اوکراین کې د روسیې پوځي عملیات به ضروري او یا معقول کار و.

د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته له اووه نیم لکو زیاتو خلکو په روسیه کې هغه انلاین درخواست لاسلیک کړ چې په اوکراین کې د جګړې د بندېدو غوښتنه کوي.