امریکا او بریتانیا: روسیه په اوکراین کې له سخت مقاومت سره مخامخ شوې

اوکراین کې روسي ځواکونه

د امریکا او بریتانیا چارواکي وايي، روسیه په اوکراین کې له هغې اندازې چې تمه کېده له سخت مقاومت سره مخامخ شوې چې په نتیجه کې د پلازمېنې کیف پر لور د روسیې پرمختګ سوکه شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي د فبروري په ۲۶مه رویټرز خبري اژانس ته وویل، داسې ښکاري چې د روسيې د پوځ قوماندانانو د پوځي وسایطو د تېلو او لوژستیکي ملاتړ لپاره لازم پلان نه و، چمتو کړي خو اوس هڅه کوي چې د دې نیمګړتیاوو لپاره اقدام وکړي.

دې چارواکي چې نوم یې نه دی اخېستل شوی د امریکا د استخباراتو په حواله ویلي دي چې په اوکراین کې د مقاومت څرګندې نښې لیدل کېږي.

بل خوا د بریتانیا دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، اوکراین کې د روسیې د پوځ پرمختګ سوکه شوی دی.

په بیان کې یادونه شوې چې احتمالاً لوژستیکي ستونزې او د اوکراینیانو کلک مقاومت به د دې ستونزې علت وي.