محصلینې د نجونو لپاره د پوهنتونونو بیا پیل ته په کوم نظر ګوري؟

د کابل پوهنتون محصلینې

د افغانستان د سړو سیمو دولتي پوهنتونونه له پرون راهیسې د نجونو او هلکانو پرمخ پرانیستل شول.

په تېرو شپږو میاشتو کې په دې برخه کې شکونه وو چې ښايي طالبان د شل کاله مخکې واکمنۍ په څېر نجونو ته ګردسره د تعلیم اجازه ورنه کړي، خو له شپږ میاشتني ځنډ وروسته پرون د دولتي پوهنتونونو نجونې محصلانې یوځل بیا پوهنتونونو ته ولاړې، خو دا ځل له هلکانو په جلا ټولګیو او په نویو جامو کې کېناستلې.

د ازادي راډیو خبریال احمدتکل د دې بدلونونو په اړه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي له محصلې زرمینې دولتزۍ سره خبرې کړي او په سر کې یې پوښتلې چې د نجونو لپاره د پوهنتونونو بیا پیل ته په کوم نظر ګوري؟

دا مرکه دلته واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له اغلې دولتزۍ سره مرکه