نورستان میشتې خلک: دلته کمزوری انټرنیټ او ان نشتوالی لوی سرخوږی دی

د نورستان مرکز پارون

د نورستان اوسېدونکي او چارواکي دغلته د انټرنیټ له نشتوالي او کمزورتیا سر ټکوي.

د نورستان مرکز پارون اوسېدونکی حمیدالله یې په اړه وايي: "دا څوومه ورځ ده چې غواړم کابل کې ملکرو ته اسناد ولېږم، په بېلابېلو دفترونو وګرځېدم خو اسناد نه شم لېږلی. دلته د افغان بیسیم، افغان ټیلي کام او سلام شبکو د نیټ سرعت کمزوری دی او روشن خو له ډېر وخت راپه دیخوا کار نه کوي. نورستاني ځوانان د نیټ کمزورتيا د بستونو له اعلان او هغو ته د اسنادو جمع کولو څخه بې خبره دي."

دلته دولتي مسولین هم یادې ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

د دې ولایت د پوهنې ریاست سرپرست مولوی تاج محمد مطمین وايي: "مکتبونه، ایمیلونه او نور اسناد د انټرنیټ د کمزورتیا او نشتوالي له امله نه شو لېږلی او همدا لامل ده چې کارونه مو د خنډ او ځنډ سره مخ دي."

نورستان کې له تېرو څو کالو ولسونه او حکومتي مسولین د ټلیفون او انټرنیټ د کمزوري حالت او نشتوالي څخه شکایتونه کوي او تل يې له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې یاده ستونزه ورته هواره کړي، خو لا هم مشکل په ځای پاتې دی.

خو په نورستان کې بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسولین خلکو ته ډاډ ورکوي چې نوي لمریز کال کې به په یاد ولایت کې د انټرنیټ او د ټیلیفون اوسنۍ ستونزه حل کړي.