د افغانستان یو وتلی سندرغاړی استاد ګل زمان مړ شو

تلی سندرغاړی او کمپوز جوړوونکی استاد ګل زمان

د افغانستان یو وتلی سندرغاړی او کمپوز جوړوونکی استاد ګل زمان مړ شوی.

هغه ۸۴ کلن و او له ډېره وخته له ناروغۍ کړېده.

استاد ګل زمان بېلابېلو سندرغاړو ته سلګونه سندرې کمپوز/جوړې کړي دي.

ګڼو افغان سندرغاړو له هغې ډلې فرهاد دریا، نغمې، شفیق مُرید او یو شمېر نورو په خپلو فیسبوکونو باندې د استاد ګل زمان د مړینې خبر خپور کړی او خواشیني یې ښودلې ده.