طالبان:۶میاشتو کې یو میلیون الکترونیکي تذکرې وېشل شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې څه باندې یو میلیون الکترونیکي تذکرې وېشلي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په یوه بیان کې دا خبره کړې ده.

د بیان له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې اوه نیم لکه تذکرې یوازې په کابل کې په خلکو وېشل شوي دي.