کابل پوهنتون کې له ۷ میاشتني ځنډ وروسته درسونه پیل شو

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

کابل پوهنتون کې له ۷ میاشتو ځنډ وروسته نن شنبه (د کب ۷مه) بیا درسونه پیل کړل.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د نوېو مقرراتو له مخې نجونې او هلکان په دوو جلا وختونو کې درسونه پر مخ وړي.

نجونې سهار وختي تر غرمې او هلکان له غرمې وروسته درسونو ته ورځي.

د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د پوهنتونو او ښوونځیو درسي بهیر وځنډول شو.

د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې روانه میاشت به هغه درسونه چې وروسته پاتې دي پر مخ یوړل شي او پسرلی به نوی سمستر پیلیږي.