امریکا افغانستان کې د سوداګرۍد پراختیا په هدف نوی جواز صادر کړ

د امریکا بیرغ

د امریکا د متحد ایالاتونو خزانې وزارت په افغانستان کې د سوداګرۍ او مالي معاملاتو د پراختیا په هدف نوی جواز صادر کړ.

دغه جواز کې چې د خزانې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول ادارې پرون صادر کړ، د افغانستان له حکومتي ادارو سره راکړه-ورکړه شامله ده.

د متحد ایالاتونو خزانې وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د دې پرېکړې هدف دا دی چې پر طالبانو د امریکا بندیزونه له افغانانو سره د بشري مرستو د رسولو برخه کې د هلو ځلو مخه ونه نیسي.

په بیان کې راغلي دي چې واشنګټن د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره له خصوصي سکټور، نړیوالو شریکانو او متحدانو او مرستندویه موسسو سره کار کولو ته ژمن دی.

د متحد ایالاتونو د خزانې وزارت مرستیال 'والي اډیمو' وویل، متحد ایالاتونه به له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه ورکړي او دغه هېواد کې به د سوداګرۍ او مالي هلو ځلو په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې وکړي.

رویټرز اژانس څرګندوي چې په دې جواز کې دا څرګنده ده چې د متحد ایالاتونو بندیزونه به پر طالبانو په خپل حال وي.