دیاسنګهـ انجان: په وطن پسې مې زړه خوږېږي، شاعري ورته کوم

دیا سنګهـ انجان

د پښتو، هندي او پنجابي ژبو شاعر دیا سنګهـ انجان وايي، اوس يې هم زړه په وطن پسې خوږیږي، ځکه خو ټوله شاعري د وطن او د وطن د مینې په پار کوي.

نوموړي دېرش کاله وړاندې له هېواده خپله کډه هندوستان ته وړلې او تر اوسه پورې هلته د کډوالۍ ژوند کوي.

دیا سنګهـ انجان څه باندې نیمه پېړۍ وړاندې د پکتیا ولایت مرکز ګردېز په زاړه ښار سیمه کې زېږېدلی دی.

نوموړي د ګردېز ښار په تجربوي لېسه کې لومړنۍ، خو له نهم تر دوولسم ټولګي پورې یې بیا د دغه ښار په عبدالحی ګردېزي لېسه کې زده کړي دي.

له نوموړي سره د ازادي راډیو خبریال مرکه کړې چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي انجان سره مرکه