طالبان: د ترکمنستان چارواکو ته د ټاپي پروژې امنیتي طرح سپارل شوې

په ترکمنستان کې د ټاپي پروژه

د طالبانو حکومت وايي چې د ترکمنستان چارواکو ته یې د ټاپي پروژې د رغونې امنیتي طرح سپارلې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عاقل جان عَزام ازادي راډیو ته وویل، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازو پرون جمعه په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجراییه رییس محمد میرات امانوف سره په کتنه کې د دې طرحې په اړه خبرې وکړې: "له دوی سره د ټاپي پروژې بشپړ امنیتي پلان شریک شو. د ترکمنستان سفیر او اجراییه رییس له امنیتي پلوه ډاډ ورکړ او ویې ویل، د دې پروژې چارې نورې بشپړې شوي او په نژدې راتلونکو ورځو کې به یې عملاً کار پیل شي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند د دې طرحې د جزییاتو په اړه څه ونه ویل. د ټاپي نللیکه چې د پلان له مخې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي په تېرو شلو کلونو کې د ناامنیو له کبله ځنډېدلې وه.