کندز او تخار کې د ګوزڼ ضد واکسین په موقتي ډول وځنډول شو

آرشیف- عکس تزئیني بڼه لري

په کندز او تخار کې د پولیو پر واکسیناتورانو له وژونکو بریدونو وروسته د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په دې دوو ولایتونو کې د دې واکسین د کمپاین په تطبیق کې د موقتي ځنډ خبر ورکوي.

د پنجشنبې په ورځ په کندز او تخار کې په څلورو جلا پېښو کې د ۴ ښځو په ګډون ۸ واکسیناتوران ووژل شول.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند جاوېد هژیر بېګا رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې دا حملې وغندلې: "د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا عمل په کلکه غندي او د دې لپاره چې د واکسیناتورانو امنیت خوندي وي، په تخار او کندز کې د پولیو د واکسین تطبیق په موقتي ډول ځنډېدلی دی."

له دې مخکې ملګرو ملتونو او د روغتیا نړیوال سازمان په جلا بیانونو کې د دې روغتیا پالانو پر وژنه خواشیني څرګنده کړې او اعلان یې وکړ چې په دې دوو ولایتونو کې یې د پولیو ضد واکسین کمپاین درولی دی.

د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین کمپاین د ټول هېواد په کچه د دوشنبې په ورځ پیل شو چې په ترڅ کې یې د پلان له مخې له پنځو کلونو کم عمره ۹،۱ میلیونه ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کېږي.