زیلینسکي: روسي ځواکونه په اوکراین کې ملکي سیمې په نښه کوي

ولادمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر نن وویل چې روسي ځواکونه په اوکراین کې ملکي سیمې په نښه کوي.

ولادمیر زیلینسکي دا خبره په داسې وخت کې وکړه چې د پلازمېنې کېف په لمنو کې روسي الوتکې بمبار کوي.

زیلینسکي زیاته کړه چې روسانو مخکې ویلي وو چې د دوی هدف یوازې پوځي تاسیسات دي.

ولادمیر زیلینسکي په تلوېزیوني وینا کې چې یوه برخه یې د اکرایني روسانو لپاره په روسیي ژبه وه، له نړیوالو هم ګیله وکړه.

زیلینسکي وویل:" نن سهار مو یوازې د خپل هېواد دفاع وکړه، لکه پرون. د نړۍ تر ټولو پیاوړي هېوادونه راته ګوري. ایا د پرون بندیزونو روسیه مجبوره کړه؟ موږ په خپل اسمان کې او په خپله خاور کې دا وینو چې دا بندیزونه کافي نه وو."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې پر اوکراین برید وکړي.