د سپین بولدک- چمن لار د مسافرو پر مخ وتړل شوه

د سپین بولدک-چمن لار

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالب وسله والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې د سپین بولدک - چمن دروازه د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

یوې سرچینې ازادي رادیو ته وویل ‏چې نن غرمه د کندهار د سپین بولدک پر دروازه پاکستاني ملېشو یو افغان ماشوم وهلی ،وروسته طالب وسله والو پر پاکستاني پوځیانو ډزي کړي.

‏سرچینه وایې دامهال دروازه بنده ده او چاته د تګ راتګ اجازه نه شته.

طالبانو د دوی او پاکستاني پوځیانو ترمنځ شخړه تائید کړې خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.