ملګرو ملتونو کې د اوکراین استازی: پوتین پر اوکراین د جګړې اعلان کړی

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین استازی سرګي کیسلیت سیا

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین استازی وایي، د روسیې ولسمشر پر اوکراین د جګړې اعلان کړی دی.

سرګي کیسلیت سیا " Sergiy Kyslytsya " د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وویل چې ملګري ملتونه باید د دغې جګړې د پېښېدو مخه ونیسي.

د امنیت شورا په دې ځانګړې غونډه کې د نورو هېوادونو استازو هم له روسیې وغوښتل چې پر اوکراین له پوځي یرغله لاس واخلي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سهار په اوکراین کې "د ځانګړو پوځي عملیاتو" اعلان وکړ.

پوتین په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، دوی د اوکراین د اشغال نیت نه لري.

لویدیځو اژانسونو راپور ورکړی چې د اوکراین پلازمېنه کیف او شااوخوا سیمو کې له نن سهاره د څو چاودنو غږونه هم اوریدل شوي دي.