ترکیه په غزني کې د دیني او عصري زده کړو دارالایتام جوړوي

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ترکيې له لوري د یوه دارالایتام د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

ترکيه د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ په مرکز میري کې یو عصري او مجهز دارلایتام جوړوي.

په غزني کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست مولوی حبیب الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "دغه دارلایتام د ترکي د IHH موسسې په مالي لګښټ په عصري او معیاري ډول جوړېږي چې تېره ورځ یې د بنسټ ډبره د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده او د یادې موسسې د راغلي پلاوي په لاسونو کېښودل شوه او تعمیراتي چارې به یې ژر پیل شي."

دوی وايي، دغه مدرسه کې به په زیات شمېر یتیم او بې سرپرسته ماشومان په معیاري ډول زده کړي ترسره کوي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه مدرسه کې به یوازې هلکانو او که ورسره نجونو ته هم زده کړې ورکول کېږي، خو د زده کړو د پیل په وخت کې به دغه پرېکړه کېږي.