د کراچۍ پرلت؛ پشتین:که مو غوښتنې ونه منل شي تر اسلام اباده لاریون کوو

منظور پشتین

په کراچۍ ښار کې د سند د اسامبلۍ مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزير د راخوشې کولو لپاره د دې غورځنګ د پلویانو اعتراضیه پرلت نن په یوولسمه ورځ هم روان دی.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين بېګا پرلت ته په وينا کې وويل، که يې غوښتنې ونه منل شوې نو د اسلام اباد پر لور به لانګ مارچ يا اوږد لاريون وکړي خو کره نېټه یې ونه ښوده.

پشتین وویل: "د لانګ مارچ پيل به له يوې خبري غونډې کېږي چې په هغه کې به يوازې د علي وزير د خوشې کولو غوښتنه نه وي بلکې له چمن او کوټې واخله بيا تر سوات پورې چې د پښتنو څومره مسالې دي، هغه به ټولې په کې وي."

په کراچۍ کې د فبرورۍ له ۱۳مې نېټې پیل شوي پرلت ته د پي ټي اېم پر پلویانو سربېره د نورو ګوندونو غړي او عام خلک هم ورځي.

علي وزیر چې په ملي اسامبلۍ کې د جنوبي وزيرستان منتخب غړی هم دی له څه باندې ۱۴ مياشتو راهيسې د پوځ پرضد د وینا په تور په کراچۍ کې زنداني دی.