کابل ښاروالۍ: عوایدو کې ۴ سوه میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کابل د ښاروالۍ مسولین وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته يې په تېرو ۵ میاشتو کې له دوو میلیارډو افغانیو ډېر عواید راټول کړي دي.

د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت الله بارکزي نن ازادي راډيو ته وویل، د عوایدو په دې کچه کې د تېرکال د همدې مودې پرتله ۴ سوه میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

نوموړی وايي چې دا عواید ډېری يې، د جایدادونو د کرایو او صفایۍ او د جوازونو د وېش له درکه راټول شوي دي.

که څه هم ښاغلي بارکزي د تېرکال د عوایدو د اندازې په اړه څه ونه ویل، خو ادعا يې وکړه چې د عوایدو د زیاتوالي لامل په دې اداره کې د تېر پرتله د فساد نشتوالی دی.

کابل ښاروالۍ وايي، له دې عوایدو به د ښاري پاکوالي، د بېلابېلو پروژو د تکمیل او دا شان د جادو او څلور لارو د جوړېدو برخه کې ګټه واخېستل شي.