امریکا له افغانستانه د ځینې فرهنګي اثارو پر وارداتو بندیز ولګاوه

د افغانستان تاریخي اثار

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د یو شمېر فرهنګي اثارو پر وارداتو بندیز ولګاوه.

د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون سې شنبه(د کب ۳مه) یې خپور کړ د دې علت دا وباله چې د افغانستان د فرهنګي اثارو د قاچاق، د هغوی د لوټ تالان او د جنایتکارو ډلو او ترهګرو له لوري د دغو اثارو د پېر او پلور مخه ونیول شي.

دا بندیز د سې شنبې په ورځ د امریکا د سرحداتو د ساتنې د وزارت او د ګمروکونو د ادارې په همغږۍ ولګول شو.

د افغانستان د ملي موزیم اثار د نویمې میلادي لسیزې د کورنۍ جګړې پر مهال چور شول، یو شمېر یې په نړیوالو بازارونو کې خرڅ شول او ځینې اثار په تېرو دوو لسیزو کې بېرته افغانستان ته وسپارل شول.