د یوناما مشرې ډیبرالاینز د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست سره وکتل

د یوناما مشره ډیبرالاینز او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د یوناما مشرې ډیبرالاینز په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

یوناما په ټویټر کې څرګندوي چې دا لیدنه کتنه د افغانستان په اړه د امنیت شورا تر راتلونکې غونډې مخکې شوې ده، خو یوناما د دې غونډې نېټه نه ده اعلان کړې.

یوناما ویلي دي چې اغلې لاینز له امیرخان متقي سره د بشري مرستو، د اقتصادي پرمختګ مخې ته د پرتو خنډونو او ښوونځیو ته د ټولو نجونو او هلکانو د بیا ورتګ پر تیاریو خبرې کړې دي.