د سره صلیب کمېټه: افغانستان کې بشري مرستو ته ۳۰سلنه اړتیا زیاته شوې

ارشیف، غزني کې د سره صلیب د کمېټې له لوري پر بې وزلو خلکو د مرستو وېش

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي دي چې په افغانستان کې د تېر کال پرتله بشري مرستو ته دېرش په سلو کې اړتیا زیاته شوې ده.

سره صلیب پرون په خپل ټویټر کې ولیکل چې د اوس لپاره په افغانستان کې ۲۴اعشاریه څلور میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې دا تر پروسږکال دیرش فیصده زیاتوالی ښیي.