افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوۍ کمېټې لپاره نوی مشر وټاکه

نورالحق ملکزی

افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوۍ کمېټې لپاره نوی مشر وټاکه.

د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي فېسبوک پاڼه لیکل شوي چې له دې وروسته به نور الحق ملکزی د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوۍ کمېټې مشري په غاړه ولري.

د بورډ په خبره، له هغې وروسته چې میروس اشرف د بورډ عمومي رئیس وټاکل شو ملکزی د دې کمېټې سرپرست و.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ملکزی له دې وړاندې دوه ځلې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لوبډل مشر پاتې شوی.

نوموړي د نړېوال کرکټ ترڅنګ ۱۸ فرسټ کلاس، ۱۳لېسټ اې او ۸ شل اوریزې لوبې کړې.