د اوکراین په اړه د پوتین پرېکړه؛ ایا د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پیل دی؟

ازاد خبریال فاروق فردا

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن خپل پوځ ته امر وکړ چې د اوکراین په ختیځ کې د بیلتونپالو سیمو لوهانڅک او ډونېڅک ته ننوځي.

له دې اقدامه څو ساعته مخکې پوتین د دې سیمو خپلواکي په رسمیت وپېژندله. دې اقدام د لویدیځو مشرانو سخت غبرګونونه وپارول.

لویدیځو هېوادونو او له هغې ډلې متحدو ایالاتونو مخکې خبرداری ورکړی و چې روسیه پر اوکراین د برید لپاره تیاري نیسي.

ایا همدا د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پیل دی؟

ازاد خبریال فاروق فردا چې د اوکراین د کړکېچ اړوند جریانات تعقیبوي له احمدتکل سره په دې اړه د مرکې په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب ویلی، دا مرکه د لاندې لینک په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي فردا سره مرکه