تمه ده د ازبیکستان پلازمېنه تاشکند کې نن د افغانستان اړوند یوه غونډه جوړه شي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن ویلي، دې غونډه کې د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانکړې استازې ترهي هکالا او یو شمېر نور خاص استازي او ډپلوماټان برخه اخلي.
د نیکلسن د پرونیو ټويټونو له مخې تمه ده د تاشکند په کوربه توب دې ناسته کې د منځنۍ اسیا لپاره د افغانستان په اهمیت باندې بحث وشي.
هغه زیاته کړې دې پوښتنې ته هم حل لارې لټول کېږي چې اروپايي ټولنه څنګه د یوه رغنده متحد په توګه همکاري کولای شي؟