هند افغانستان ته لس زره ټنه غنم استوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

هند له نن سه شنبې افغانستان ته لس زره ټنه غنم استوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د هندوستان د څانګې مشر بېشو پاراجولي بېګا له ال انډیا راډیو سره په مرکه کې په دې اړه معلومات ورکړل.

تمه ده دا لس زره ټنه غنم د واګې بندر له لارې په لاریو کې افغانستان ته یوړل شي.

ډبلیو اېف پي د هند له حکومت سره د همکاریو تړون لس ورځې مخکې لاسلیک کړی چې له مخې یې ټول ټال پنځوس زره ټنه غنم له افغانستان سره مرسته کېږي.