طالبان: ارزګان کې نامعلومو وسله والو یو سوداګر وژلی

یوه سرچینه وايي، په ترینکوټ کې هم یو کس د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی

په ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز مسولين وايي، د دغه ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې نامعلومه کسانو يو سوداګر وژلی دی.

د ارزګان ولايت لپاره د اطلاعات او فرهنګ رئيس ملا محمداصف نن سې شنبه(د کب۳مه) ازادي راډيو ته وويل: "نامعلومو کسانو په خاص ارزګان کې تېره ورځ د څارویو یو تن سوداګر وژلی، نوموړی د غزني ولايت د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکی و چې خاص ارزګان ولسوالۍ ته د تجارت په هدف تللی وو."

هغه وايي، د وژل شوي کس څخه يو اندازه پیسې هم وړل شوي چې دا مهال سيمه کې امنيتي مسولينو د پلټنې هڅې پیل کړي دي.

بل خوا یوه سرچینه وايي، په ترینکوټ کې هم یو کس د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

امنیتي مسولینو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې چې تر سياسي بدلون وروسته خلک له فقر او غربت سره مخ دي له امله يې دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.