د اسلامي همکاریو سازمان له افغان بزګرانو سره بېلابېلو برخو کې مرستې کوي

افغان بزګر

د اسلامي همکاریو سازمان غواړي په افغانستان کې دبشري مرستو ترڅنګ له افغان بزرګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د خونې چارواکو د اسلامي همکاریو سازمان د سرې میاشتې له ځانګړي استازي سره تېره ورځ ناوخته په کابل کې تر لیدنې وروسته په ورته نور مسایلو هم خبرې کړي.

د خبر پاڼې له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان د سرې میاشتې ځانګړي استازي عمر تاسلي افغان بزګرانو ته د مالدارۍ، د عصري کرنیزو فارمونو جوړولو او ابو لګولو په برخه کې د مرستو ژمنه کړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبر پاڼې له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان د خونې له چارواکو غوښتنه کړې چې د سوداګرۍ په برخه کې د یو شمېر لویو او وړو پروژو په تطبیق کې همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د خونې چارواکو د اسلامي همکاریو سازمان ته د هر ډول پروژو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.