په هلمند کې د نا معلومو وسله والو په ډزو کې ۲ کسان وژل شوي

د افغانستان عمومي نقشه کې د هلمند موقعیت

هلمند کې طالب چارواکي وايي په ناوې ولسوالۍکې د نامعلومه کسانو په ډزو کې ۲ کسان وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د هلمند ولايت د اطلاعات او فرهنګ ریاست څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې پېښه تېره شپه ۸ بجې رامنځته شوې ده.

خبر پاڼه زیاتوي ټپي د طالبانو له خوا د هلمند ايمرجنسي روغتون ته انتقال شوی دی.