حمدالله محب: کابل ته د اشرف غني د ستنېدو اوازې بې اساسه دي

مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني او حمدالله محب

پر خواله رسنیو افغانستان ته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ستنېدو په اړه تر څو ورځنیو تودو بحثونو وروسته بالاخره د ملي امنیت مخکېني سلاکار حمدالله محب ویلي چې کابل ته د ښاغلي غني د ستنېدو اوازې بې اساسه دي.

محب یکشنبې ناوخته له پخواني ولسمشر سره د یوه تازه ګډ عکس په خپرولو سره یو لنډ بیان هم ورکړی دی.

هغه کابل ته د ښاغلي غني د ستنېدو اوازې بې اساسه بللي او زیاته کړې یې ده:" ولسمشر غني تل د افغانانو لپاره پر یوې داسې تلپاتې سولې باورمند او ورته ژمن دی چې ارزښتونه پکې تر پښو لاندې نه شي."

محب زیاته کړې :"ولسمشر غني اوس هم د ولس د خیر لپاره په داسې اساسي بحث ملاتړ کوي چې د هېواد د ټولو وګړو استازیتوب په کې وي."

حمدالله محب داسې وخت کابل ته د پخواني ولسمشر اشرف غني د ستنېدو خبرې بې اساسه بللي چې څو ورځې مخکې د ښاغلي غني ورو حشمت غني له ډویچې ویلې ټلوېزیون سره په مرکه کې په دې اړه ځینې څرګندونې کړې وې.

حشمت غنی احمدزی

ولسمشر غني د ۲۰۲۱کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له خپلو ډېرو نږدې همکارانو سره چې یو یې د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب وو له افغانستانه ووت.

ښاغلی غني له هماغه راهیسې په متحده عربي اماراتو کې اوسي خو محب بیا امریکا کې مېشت دی.

د طالبانو حکومت په تېره بیا د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ټینګار کړی چې پخواني چارواکي کولای شي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د پخواني حکومت یو بل لوړپوړی چارواکی او ښاغلي غني ته له ډېرو نږدې کسانو نه یو هم عبدالسلام رحیمي وو چې څو ورځې مخکې کابل ته ستون شو.