د روزنتون لوبډلې بریا سره د کندهار د والیبال ټورنمینت پای ته ورسېد

د روزنتون لوبډله

په کندهار ولایت کې دوالیبال سیالیو ټورنمینت د (روزنتون) لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.

د طالبانو حکومت د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د جوړ شوي ټورنمنټ پای لوبه نن د کندهار پوهنتون او روزنتون لوبډلو ترمنځ وشوه.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې، په پای لوبه کې روزنتون لوبډلې ۳-۱ بریا ترلاسه کړه او د دې څلور ورځېني ټورنمنټ اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د یاد ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په یاد ټورنمنټ کې لسو لوبډلو د کندهار له بېلابېلو ولسوالیو برخه اخیستي وه.

د دې لوبو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.