ترینکوټ کې د مدرسې چت لوېدو پېښې ٥ تنه ټپیان کړي

ارشیف؛ په هرات کې ټپي ماشوم

ترینکوټ کي د مدرسې چت لوېدو له امله څلور ښځې او یوه ماشومه ټپيانې شوې دي.

ارزګان کې روغتیایي چارواکي وایي ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ خیرو کارېز سیمه کې د چت لوېدو له امله یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

د ترینکوټ ولایتي روغتون سر طبیب ډاکټر عبدالفغار وطنوال ازادي راډيو ته ته وویل پېښه نن تر غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه کله چې په سیمه کې په یوې مدرسه کې د فراغت غونډه روانه وه.

هغه وایي چې ټپیانو روغتیایي حالت ښه دی.

وطنوال وویل:"دغه پېښه نن یوه بجه رامنځته شوې چې څلور ښځې او یو ماشوم ټپیان شوي، لامل یې د چت لوېدل و."

د سیمي اوسېدونکي او عیني شاهدان هم پېښه تائیده وي.

د سیمي یوه اوسېدونکي مغفورالله ازادي راډيو ته وویل د خیرو کارېز سیمه کې د فراغت غونډې روانې وې چې یوه یې د نارینه وو او دوهم یې د ښځو وه.

دمدرسي چت د ښځو په غونډه کې را لوېدلی دی.

ولایتي چارواکو ددغې پېښې په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

ارزګان کې تر دي مخکې هم د خونو د چتونو لویېدلو له امله مرګ ژوبله اوښتي وه.