د کندهار خبریالان: طالبان له موږ سره توپیري چلند کوي

په کابل کې د طالبانو له خوا د لاریون د خبرې پوښښ مخنیوی

د کندهار سیمه ییز خبریالان وايي طالبانو د یوه لاریون د پوښښ پرمهال ، تهدید کړي کمرې او نور رسنیز وسایل یې ورڅخه اخیستي او د څو ساعتونو لپاره یې بندیان کړي.

په کندهار کې د امین الله سمسور په نوم یو ځايي خبریال وایي تېره ورځ په کندهار ښار کې د یوه طالب وسله وال په ډزو کې یوه ښځه ووژل شوه او دوې نوري ټپیانې شوې.

د امین الله سمسور په خبره د وژل شوې مېرمنې کورنۍ هغه د احتجاج په توګه له میرویس روغتونه ولایت مقام مخ ته وړله.

رسنیو غوښتل چې لاریون پوښښ کړي خو د طالبانو له لوري ګواښل شوي، رسنیز وسایل ورڅخه اخیستل شوي او د څو دقیقو لپاره بندیان شوي دي.

کندهار کې خبریالان وایي د رسنیز پوښښ پر مهال له سختو ګواښونو سره مخ دي.

دوی طالبان په توپیري چلند تورنوي او وایي چې طالبان د نړیوالو خبریالانو سره ښه خو د افغان خبریالانو سره توهین امیزه چلند کوي.

طالبانو د نن ورځي د لاریون او د خبریالانو سره د بد چلند په اړه څه نه دي ویلي.