له شپږو میاشتو زیاته موده وشوه چې طالبان په افغانستان واکمن دي، خو نه د کورني مشروعیت په اخیستو بریالي شوي او نه یې نړیوال رسمیت تر لاسه کړی دی.
خو بیا هم طالب چارواکي وايي، له نړۍ سره هغه تعامل لري چې د رسمیت پېژندنې په پایله کې منځته راځي.
د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او د دوی د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې رسمي تعامل یوازې په راشه درشه او راکړه ورکړې پورې محدودوي.
مجاهد وایي اسلامي امارت هڅه کوي چې تفاهم را منځته شي
مجاهد وایي:" اسلامي امارت هڅه کوي چې تفاهم را منځته شي. زموږ هر ځلې بهرني سفرونه او په کور دننه د بهرنیو راتګ هغه همېشه دا موضوعات له ځان سره لري چې د ډیپلوماټیک تماس لپاره لاره هواره شي او د افغانستان نظام په رسمیت ومنل شي او د نړۍ په موضوعاتو کې د یوه مطرح او مسؤل جهت په توګه وپېژندل شي. دې ته هڅې روانې دي او په راتلونکې کې به دا موضوع حل کېږي. "
که څه هم ښاغلی مجاهد ډاډ ورکوي چې ژر به یې حکومت رسمیت پیدا کړي، خو تازه د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې له دې کاره انکار کړی.
انیکن هویتفلد په مونېخ کنفرانس کې ویلي، د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنې ته لېواله نه دي او دا کار به و نه کړي.
ناروې هغه هېواد دی چې روانه میاشت یې د طالبانو، ځینو افغان سیاسیونو، معترضو مېرمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د یوې غونډې کوربهتوب هم وکړ.
ناروې روانه میاشت د طالبانو او ځینو نورو جهتونو ترمنځ د یوې غونډې کوربهتوب هم وکړ.
چېرته چې عملاً د بحث یوه مهمه موضوع د طالبانو د اوسني نظام مشروعیت و.
خو د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد بیا وايي، ځینې هېوادونه د خپل منځي نزاکتونو له امله دې ته چمتو شوي نه دي چې د دوی د حکومت د رسمیت پېژندنې اعلان وکړي.
د طالبانو اوسنی حکومت له پیله ډېر هیلهمند و چې شاید له واکمنېدو سره سم یې ډېر ژر یو شمېر هېوادونه د رسمي حکومت په توګه ومني، خو لا یې دا هیله یوازې د هیلې تر بریده پاتې ده.
د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پرېکړه ان هغو هېوادونو هم لا نه ده کړې چې دوی ته ډېر نږدې و او له واکمن کېدو وړاندې یې ورسره خورا نږدې اړیکې درلودې.
د امریکا متحدهایالاتو هغه مهال چې په افغانستان کې د طالبانو او مخکېني جمهوري نظام ترمنځ جګړه روانه وه، خبرداری ورکړی و، که طالبان په زور واکمن شي، له سختو بندیزونو او د نظام د عدم مشروعیت له ننګونې سره به مخ شي.