د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرهان السعود وايي، سره له دې چې له ایران سره د سعودي د خبرو په تېر پړاو کې د پام وړ پرمختګ ونه شو، تیار دی چې له تهران سره پنځم پړاو مخامخ خبرې وکړي.
السعود چې پرون د جرمني د مونشن امنیتي کنفرانس ته وینا کوله، هیله څرګنده کړه چې د ایران له لوري به په سیمه کې د نوې تګلارې د موندلو لپاره جدي لېوالتیا وي.
ایران تر اوسه پوري د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په وړاندې غبرګون نه دی ښوولی.