د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې یو پاکستانی د محکمې له لوري د درغلیو او جعل کاریو په تور په ۱۲ کاله بند او ۴۸ ملیون ډالره جریمې محکوم شوی دی.
د متحدو ایالاتونو د عدلیې وزارت پر اساس، دې سړي چې محمد عتیق نومېږي، د پیسو په سپینولو او روغتیايي جعل کاریو کې لاس درلود.
ویل شوي چې عتیق تر ۲۰ ډېر روغتیايي شرکتونه په کنټرول کې لرل او د درملنې په جعلي دعوو یې ۴۰ ملیون ډالره ترلاسه کړي وو.