د تیل وړونکو بېړیو د څرک لګولو کمپنۍ ټانکر ټرکز وايي چې د ایران یوې بېړۍ چې په تېلو بار ده، د چین ساحل ته نږدې اور اخیستی دی.
د دې کمپنۍ په وینا دا پېښه د جمعې په ورځ شوې ده.
په همدې حال کې په اطلس سمندر کې لا هم په هغه بیړۍکې د لګېدلي اور د وژلو هڅې روانې دي چې د جرمني جوړ۴۰۰۰ فولکس واګون موټرونه یې بار کړي وو.
تر پېښې وروسته د دې کښتۍ ۲۲ عمله شااوخوا ۲۰۰ متره لیرې انتقال شوې ده.
د فیال ټاپو د بندر کپتان، جاو مندوس کابیکاس ویلي، د اور وژلو لپاره له اوبو استفاده ممکن زهري مواد سمندر ته خپاره کړي.