د اوکراین په جګپوړو چارواکو د بېلتون غوښتونکو له لوري ډزې شوې

اوکرایني سرتېري

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر په شمول د دې هېواد پر جګپوړو چارواکو پرون هغه مهال د بېلتون غوښتونکو له لوري ډزې وشوې چې دوی د خپل هېواد ختیځ ته تللي وو.

د ازادي راډیو د اوکرایني څانګې خبریاله ماریان کوشنر چې له اوکرایني چارواکو سره د دغه هېواد ختیځ ته تللې و وايي چې د اوکرایني چارواکو په درې سوه مترۍ کې د هاوان ګولۍ ولګېدې.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د روسیې له لوري په اوکراین د برید اټکل کړی خو روسیې بار بار دا ادعا رد کړې ده.