په اطلس سمندر کې په هغه کښتۍ کې د لګېدلي اور د مړه کولو هڅې روانې دي چې د جرمني ساخت ۴۰۰۰ فولکس واګون موټرونه یې بار کړي وو.
تر پېښې وروسته د دې کښتۍ ۲۲ عمله شااوخوا ۲۰۰ متره لیرې انتقال شوې ده.
د فیال جزیرې د بندر کپټان، جاو مندوس کابیکاس ویلي، د اور مړه کولو لپاره له اوبو استفاده ممکن زهري مواد سمندر ته دننه وبهوي.
د ده په وینا زیاتره موټرونه برېښنايي دي چې د بټریو یې د اور مړه کولو هڅې پېچلې کوي.