د افغانستان بانک نن ۱۰ ملیونه ډالره لیلاموي

د افغانستان بانک

د طالبانو مرکزي بانک نن ۱۰ ملیونه ډالره لیلام ته وړاندې کوي.

دغه بانک په خپل تویټر پاڼه لیکلي چې د یادو پیسو د لیلام لپاره ټول سوداګر، بانکونه، صرافیانې او پولي شرکتونه چې په شرایطو برابر دي کولای شي ونډه واخلي.

مرکزي بانک وړاندې لیکلي، لیلام ګټونکی اړ دی چې خپل ټول حسابونه د ورځې تر پایه تصفیه او د بانک له لوري تر ورکړل شوې نیټې پوري خپل پیسې بانک ته و سپاري.

که څه هم مرکزي بانک د دغه پیسو د لیلام لامل نه دی په ډاکه کړی خو دغه بانک له دې وړاندې په یوې بلې پروسې کې هم ۱۰ میلیونه ډالره لیلام ته وړاندې کړې وې چې لامل یې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت لوړول ښودل شوي وو.

د طالبانو په راتک سره افغانیو د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو په وړاندې خپل ارزښت هغه مهال له لاسه ورکړ چې امریکا او نړۍ وال بانک د افغانستان میلیاردونه ډالره بانکي زیرمې کنګل کړې.