سرچینه: کندهار کې طالب وسله وال یوه مېرمنه وژلې او ۲ یې ژوبلې کړي

د کندهار ولایت

کندهار کې د يوه طالب وسله وال په ډزو کې يوه مېرمن وژل شوې او دوې نورې ژوبلې دي.

پېښه نن مازيګر د کندهار د درېيمي ناحيې اړوند چهار سو کې رامنځته شوې ده.

يوې سرچينې ازادي رادیو ته وویل چې پر ګذمه ولاړ طالب وسله وال په يوه رېکشا کې چې درې مېرمنې ناستي وې، د درېدو امر وکړ چې رېکشا ونه درېده او طالب پرې ډزې وکړې چې په پايله کې رېکشا کې له ناستو مېرمنو نه يوه وژل شوې او دوې نورې ژوبلې شوې دي.

د کندهار د امنېې قوماندانۍ وياند اصف حکيمي پېښه تائيدوي خو وايي، له څېړنو وروسته به معلومات له رسنيو سره شريک کړي.