د اوکراین جمهوري ریاست وايي، پر دې هېواد د روسیې د احتمالي برید په اړه د امریکا له خبرداري سره-سره به ولسمشر ولودیمیر زلنسکي نن د مونیخ په امنیتي غونډه کې ګډون وکړي.
په دې غونډه کې د ښاغلي زلنسکي پر ګډون ځکه شک کېده چې د اوکراین په سرحد کې د روسیې د زیات شمېر سرتېرو د ځای پرځای کېدو له کبله د ده هېواد له روسیې سره په لانجه کې ښکېل شوی دی.