افغانستان کې د کرونا پراخه خپرېدنه؛ یوازې تېره اوونۍ یې ۵۹ تنه مړه کړي

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت وايي، هره ورځ نږدې ۱۰ زره کسان د کووېډ-ـ۱۹ ناروغۍ ضد واکسین کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې په کرونا وبا د اخته کېدونکو ګراف د روان میلادي کال له پیله مخ په پورته روان دی.

د دې وزارت د رسمي شمېرو له مخې، یوازې تېره یوه اوونۍ په کووېډ ــــ۱۹ ناروغۍ ۴۰۰۳ تنه اخته شوي او له دې شمېر یې ۵۹ تنه مړه شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر ازادي راډیو ته وویل: "د جنوري له پیله تر اوسه ۱۲زره ۸۲۹ د کرونا وبا مثبتې پېښې ثبت شوي او د مړینې ۱۳۶ پېښې هم لرو. په ټوله کې ویلی شم چې د جنوري میاشتې راهیسې په کرونا د اخته شوېو ګراف پورته شوی دی."

د طالبانو د روغتیا وزارت دا هم وايي چې د کووېډ ــــ ۱۹ ناروغۍ د درملنې لپاره د ۳۸ ځانګړو شوېو مرکزونو څخه د ۲۱ کارونه یې د وسایلو د کمي له امله ځنډول شوي دي.

کابل مېشتی عابد سیدي بیا د کرونا وبا پراخ خپراوی، د درملنې لپاره یې د وسایلو کمی او د خلکو بې‌پامي د اندېښنې وړ بولي.

طالبان: د کووېډ ــــ ۱۹ ناروغۍ د درملنې لپاره د ۳۸ ځانګړو شوېو مرکزونو څخه د ۲۱ کارونه د وسایلو د کمي له امله ځنډول شوي.

دی وايي: "د نورو اندېښنو ترڅنګ په روغتیايي برخه کې ستونزې ډېرې زیاتې شوي، په ځانګړي ډول د کرونا په اړه. طالبانو دا اندېښنه اصلاً هېره کړې ده. هره ورځ سلګونه افغانان په دې ویروس اخته کېږي."

که څه هم د کرونا وبا د پراخ خپراوي په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي، خو د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت وايي، هره ورځ نږدې ۱۰ زره کسان د کووېډ-ـ۱۹ ناروغۍ ضد واکسین کوي.

د دې وزارت د رسمي شمېرو له مخې، تېر یوه کال نږدې اته میلیونه افغانانو د کرونا واکسین کړي چې له دې شمېر یې نږدې څلور میلیونو یې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ وروسته، د کرونا ضد واکسین پیچکاري کړي دي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان بیا په افغانستان کې د کرونا ضد واکسین شوېو شمېر د فبروري تر ۱۴مې نېټې ۵ میلیونه او ۳۲۱ زره تنه ښيي.

د طالبانو د روغتیا وزارت د چارواکو له قوله، همدا اوس د افغانستان په ۳۷۷ مرکزونو کې ۳،۵ میلیونه ډوزه سینوفارم، جانسن اېنډ جانسن او اسټرازنیکا په ۳۷۷ واکسین شته.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ د فبروري د ۱۸مې نېټې یعنې تر پرون ورځې په افغانستان کې په کرونا ۱۷۱زره ۶۷۳ تنه اخته شوي چې له دې شمېر یې ۷زره ۵۲۴ تنه مړه شوي دي.