ارزګان کې د نيالګيو روزنکي دولت د نيالګيو په بازارموندنه کې پاتې بولي

ارشیف

په ارزګان کې د نيالګيو د قوریو جوړونکي وايي، پر لسګونه جريبه ځمکو يې د نيالګيو قوريې جوړې کړي، خو دوه کاله کېږي چې نيالګي يې له پېرولو پاتېږي.

یو تن قوریه جوړونکی ۳۷ کلن عبدالمنان ازادي راډیو ته وویل: "د کرنې رياست د اصولو سره سم مو قوریې جوړې کړي، دې کې له۵۰ ډولونو څخه زیات نیالګي لرو، خو نن مې ټوله ورځ کې دوه نیالګي پلورلي، تېر کال هم پر موږ دا نيالګي تاوان شول، سږ هم، دولت دې زموږ سره په بازار موندنه کې مرسته وکړي."

دا یوازې عبدالمنان نه دی چې د نیالګیو بازار یې خراب دی، بلکې دلته ډېری داسې کسان شته چې له ورته ستونزو سر ټکوي.

خو د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي دوی ته ډاډ ورکوي جې ستونزې يې تر بېلابېلو ادارو پورې رسولي دي.

د دې ریاست د عامه اړيکو مشر قدرت الله حميدي ازادي راډيو ته وويل: "يو شمېر موسساتو سره غږېدلي یو، څو دغه نیالګیو ته بازار پیدا کړو، د کرنې ریاست هم هڅه کوي چې د دغه نيالګيو روزونکو څخه نيالګي وپیري."

ارزګان کې په داسې مهال د نيالګيو د قوریو خاوندان د خپلو نيالګو لپاره د بازار موندنې غوښتنه کوي چې د څه مودې په تېرېدو سره د نيالګيو د ايښودلو موسم پای مومي او پر قوریه لرونکو کسانو د هغوی روزل شوي نيالګي پاتېږي.