افغان پلاوی پاکستاني پلاوي سره پر سوداګریزو ستونزو غږیدلی

د پاکستان او افغانستان ترمنځ تلونکي لارۍ

له افغانستانه پاکستان ته د سوداګرۍ خونې پلاوي د سفر په دوهمه ورځ د افغانستان لپاره د دې هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي سره لیدلي.

د دې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې چې تېره ورځ ناوخته یې خپره کړې ویلي، افغان پلاوي له پاکستاني پلاوي سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شتو سوداګریزو ستونزو، د ګډو پانګه اچونو ترویج او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړي.

د خبرپاڼې په حواله، پاکستاني پلاوي هم افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد برخه کې د شتو تخنیکي ستونزو، د پاکستان له پولو په ګټې اخیستنې د سویلي اسیا نورو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو لېږد او افغان سوداګرو ته د پاکستان ویزو صدور برخه کې د شتو ستونزو د حل په برخه کې خبرې کړي.

دا پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو او همدا راز د ټرانیزیټ برخه کې له دې وړاندې د زیاتو ستونزو راپورونه ورکړل شوي وو.