د امریکا ویرجینیا کې د نورو افغانانو د منلو په هدف نوی مرکز جوړیږي

د امریکا په یوه کمپ کې افغان کډوال

د امریکا حکومت په پام کې لري چې په ویرجینیا ایالت کې د نورو افغانانو د منلو په هدف یو نوی مرکز پرانیزي.

له دې موضوع څخه باخبره څلورو سرچینو ویلي، په دې مرکز کې به د هغو کسانو کیسونه او چارې سمبالېږي چې له افغانستانه هلته بیول شوي دي.

یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په غالب ګومان دا نوی مرکز به د روانې فبروري میاشتې په پای یا د مارچ په لومړیو کې پرانېستل شي.

متحد ایالات پلان لري چې په پوځي اډو کې د افغانانو لپاره له اتو جوړو شوېو مرکزونو څخه وروستی یو هم په نژدې راتلونکي کې وتړي.

لسګونه زره افغانان چې په تېره اګست میاشت کې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته متحدو ایالاتونو ته لېږدول شوي، په همدې اډو کې دېره دي.